نن دې بیا کومه د زړه تڼاکه وچاودله
چې دې لېمې داسې اوښلنې شولې
له بېګانه وو نه ګیله په څه کړې
تر ټولو خپل دې چې ته ورټلې
****
ما خپل غوږونه
د ښار په څلور لارو وځړول
ګوندې چېرې ستا غږ واوري
****
زه
داسې ساده غوندې یم
د دې دنیا له چل فریب نه مې ځولۍ خالي ده
څه چې په سترګو وینم
زه یې هماسې منم
د کاسې لاندې نیم کاسه نه وینم
ځکه خو هر وخت
د خپل مات شوي باور
په جنازه ژړېږم.
****
ما
ځان ته کتل
چې ماتېدم
****
ستا د قد اندازه
اوس هم په دیوال شته
زه نن ورته ودرېدم
زړه کې مې را تېر شول
ستا تر ولي به یم...
په دیوال ستا د قد نښه
هم پرون وه او هم نن
مګر ته
نه پرون وې نه نن.
****
شپې
ټوله شپه ستوري شمارم
سترګو نه خوب الوتی
خو
په لېمو چې خپور شي
زه تر مخ سپي را پسې وي
خدای خبر
د دې خوبو تعبیر به څه وي؟
بس ځان سره وبنګېږم
وایمه چې
اندېښنې شوې راته سپۍ غوښې مې داړي.
****
زما خو ګنډل نه زده
اوس به مې ریښکۍ ریښکۍ زړه
څنګه سره ګینده کوم؟
****
لاس مې اوس هم غاړې ته رالوېدلی
د دې لپاره نه چې تا مات کړ
د هغه باور لپاره چې
په تا مې درلود
او لاس مې درکړ.
****
کاش له دنیا ورکه وای
نه داسې ځان پورې حیرانه
داسې ځان کې ورکه
****
زړه مې اوس هم لا ماشوم خبرې نه زده
څه چې غواړي پسې ژاړي
ده په سترګو کې ګنډلي څو پوښتنې
ځوابونه یې ترې لرې لرې دانګي