نا حل معادله

 

یو څو مودې کېدې چې

له جمع و تفریق تقسیم او ضرب لرې وم

په معادلو کې اکس او وای نورنا څرګنده راته نه برېښېدل 

هر مجهول توری مساوي له خپل قیمت سره وو

او ما ګومان کولو

چې ها دریم درجه

ټولې درې مجهوله معادلې

ګوندې حل شوي به وي

خو، نه

تر ټولو ستره معادله

چې زما د ژوند برخه وه

کومې ګوښې ته را نه هېره وه ناحل پاتې وه

              ×××

څومره ساده

 تا هېره شوې معادله او ځواب دواړه راکړل

او د ثبوت دنده دې

یوازې ما ته پرېښوه

             ×××

نن یو ځل بیا د جمع و تفریق تقسیم او ضرب په مرسته

غواړم د ژوند هغه راکړې څو مجهوله معادله حله کړم

او د هغو ټولو مجهولو تورو مخې ته چې

سوالیه ایښې ده

برابر قیمت ولیکم

په ذهن زور اچوم

خو

یو، مجهولونه ډېر دي

 بل

 اټکلي دي بیې

مجهولو  تورو ته هره بیه چې ږدم

د معادلې هغه راکړی ځواب نه راباسي.

د واورې فصل

 

زما په فصلونو کې د واورې فصل

د کنګلونو او جوړانګو فصل

د ماشومانو د واورینو لوبو

د برف جنګیو د واورین سړي فصل

دا په فصلونو کې ناوې فصل ډېر خوښېږي

              ××××

خو زما سیمه کې بې کوره خلک

پدغه فصل کې کنګل وهي ټول

دوی واوره نه توږي راشبېل نه اخلي

ځکه په سر باندې دوی بام نلري

یو خوا یوډۍ یو خوا سپین ږیری رېږدي

بل خوا ماشوم له سړو شین اوښتی

د سړو ستنې یې د یو استوي کمیس لاندې څيري

او بې اجله مرګ ته لارې څاري

                     ×××

نو زه دا ناوې فصل نه غواړمه

له خپلې خوښې نه مې کرکه کوم

ځکه

زموږ په نصیب کې له ازله د خوښیو پر ځای غم لیکلی.

خوب

 

ما دخپل زړه پر پولو

اغزن ځنځیر ولګاو

او پر ساتونکي مې غږ وکړ چې:

پام!

هغه ورانکاری

له پولې وانه وړي بیا

نور تبعید شوی

وطن کې ځای نه لري

         ×××

زړه نه مې ووېستلې

خو اوس مې هم ځوروې

زه د خوبونو دغه غیر علاقه

څنګه له تا وساتم؟

سوالګره

 

زه په یبلو پښو څیله کې

د سرک په سر ولاړه

لارویو ته په سوال یم

خیر وکه

یوڅه راکه

خیر...خیر... یوڅه راکه

              ×××

ها خوا درې څېرې یتیمې

له ټوټو نه پیوند شویو

دېوالو خوا ته سړو نه

رېږدېدلي، ځورېدلي

د یوې ډوډۍ په تمه

د مورکۍ لارې څاري

            ×××

خو ته څه موده دمخه

په ګلونو پوښل شوي

سپین موټر کې وې روانه

د شیطان د ویشتو شوق دې

سترګې دومره وې تړلې

چې سرک خوا ته زما دې

لپه شوی لاس ونه لید

          ×××

تا شیطان ویشتو منا کې

طوافونه دې کول چې

له ګناوو شې سپېڅلې!؟

خو ما دلته ها بې پلاره

دوه کلنه څېره ګۍ چې

څه له لوږې څه سړو نه

کنګل شوې سا کې نه وه

د عدم غېږې ته استاو

ریِښتیا

ژبه ریښتينې نده

لږه ریښتیا ډېر دروغ بادوي

زه پرې باور نه کوم

      ×××

زړه چې د مینې کور وي

دا به ترخه غږېږي

خو چې نفرت نه تور وي

خواږه خواږه به ترې

د مینې توري اوري

نو

ژبه ریښتینې نده

چپ هېڅ څه مه وایه ته

همداسې غلی اوسه

چې زه دې سترګو کې

ریښتیا ولولم.

غزل

بیګا چې سترګې پټوم لېمو کې تا رانغاړم

سهار یې بېرته وازوم بڼو کې تا رانغاړم

یوه شېبه نه یې جلا رانه باور وکه ته

هرچا ته ګورم د هغوی څېرو کې تا رانغاړم

لدې شپېلۍ نه ازانګې کړي دتقدیر سندرې

ویر په غزله کې ګنډم شپېلو کې تا رانغاړم

مینه زما په ژړا ګانو کې پخ شوې ځکه

سر په اوږه باندې دې ږدم لېچو کې تا رانغاړم

ته چې له ما اوس بې دلیله مرور بېلېږې

زړه وایي ځېل کوم ژړا شېبو کې تا رانغاړم

په ما خو شپو کیږدۍ وهلې سهار لرې تښتي

تیارې په ځان باندې منم سپېدو کې تا رانغاړم

اختر

 

اختر له ما نه څه خپه غوندې وو

زما  د کور مخې نه په څنګ تېر شو لاړ

ور یې زما د زړګي بېرته نه کړ

همداسې تریو تندی په جنګ تېر شو لاړ

پلاره

 

 

نن مې غوښتل چې دې لاسونه ښکل کړم

او د اختر مبارکۍ درکړمه

له تا هغه څوجملې واورمه

چې به ویلې دې تا

زویه! ښاده شې ته

د جنتونو سرداره شې ته

خو څو مودې وشوې چې

تا سکوت کړی دی

ځای دې خالي خالي دی

د عزرائیل دې دی فرمان منلی

       ×××××

ته له دې خوځنده دنیا نه

 

د سکوت نړۍ ته وخوځېدې

هغې دنیا نه چې یې سر په سر غمونه درکړل

په ژوند یې څو ځلې شهید شهید  کړې

خو تا

صبر وکړ

او په نتلي زړګي کډه شوې ترې

       ××××××

غواړمه نن دې د لاسونو پر ځای

شناخته ښکل کړم

او په بې غږه غږ دې

هاغه دعاوې واورم

زویه! ښاده شې ته

د جنتونو  سرداره شې ته

          ××××× 

خو داسې ښکاري چې نصیب کې مې

همدا هم نشته.

اختر

اوس د اختر په شپو نکریزو مېلې نه ښکارېږي

لاسونه هغه دي، نکریزو رنګ پرې نه ښکارېږي

نکریزې شته، لاسونه شته، اختر شپه هم راغلې

چې کړي لاسونو باندې پورې، پېغلې نه ښکارېږي

نن د اختر ښه راغلی نشته ټول وای ولې راغلې؟

ژوند ټول پوښتنې شو د ځواب خبرې نه ښکارېږي

په اخترونو کې به زړونه یو د بل کره تلل

اوس پښې دي سستې ها پخوانۍ پوښتنې نه ښکارېږي

شپېلۍ کې باد د یوه مات زړګي سندره راوړي

شپونکی هم ویر ژاړي، ښادۍ سندرې نه ښکارېږي

چې د اختر په ورځو شپو کې پرې محفل ښایسته وو

ټول لرې لرې، زما خوږې ملګرې نه ښکارېږي