غزل

خوښي زموږ خوا ته راځي او بېرته لرې تښتي

له  تادرۍ  سر ښکاروي او  بېرته  لرې  تښتي

 

لکه د ژمي ورېځو شانه چې لمر ځان راښیي

خوشالي سترګې برېښوي او بېرته لرې تښتي

 

مینه راغلې وه په منډه هېڅ پرې پوه نشوم چې

څړیکه له زړه نه تېروي او بېرته لرې تښتي

 

کلال شهکار د ګوتو ورکړ بې پروا ته ګوره

منګی په ځمکه غورځوي او بېرته لرې تښتي

 

په پله راپورې وتم مینې سمندر ته خو دا

پلونه تر شا مې ورانوي او بېرته لرې تښتي

 

د اسمان سترګو کې خولو خو داسې نه ویل اوس

شېبه  د  مینې  اوروي  او  بېرته  لرې  تښتي

 

لکه  سراب  کې  مسافر  ته  د  اوبو  تصور

مسکا پر شونډو غوړوي او بېرته لرې تښتي

 

بوټو باران ته د سوال لپې پورته کړي خو باد

ورېځې اسمان کې نڅوي او بېرته لرې تښتي

 

خند ا له  کلي  کډه  کړې  خو  چې راشي کله

ځلا  ته ځان ورښکاروي او بېرته لرې تښتي

 

غزل

 

غزل  له  تورو  تښتي  او  هجا ورو  ورو  ماتېږي

نفس  له  تنه  بېل  ګرځي  معنا ورو  ورو  ماتېږي

 

راولګېدې   مخ    باندې    وږمې   ستا  د   ساګانو

کنګلونه  به  نور  ویلې  شي هوا ورو ورو ماتېږي

 

زړه  مغز  تورې  وېستلي  هر یو ځان برحقه بولي

د  عشق  په  حماسه  کې کربلا ورو  ورو  ماتېږي

 

سودا   مې   پسې   واخلي   اندېښمنه    شمه   پوهه

د غم  خوله  چې  هلته  په اشنا  ورو  ورو  ماتېږي

 

ورځه په خدای دې سپاري تل دعا به درته کړي خو

 توهین  مکړه  د مینې یې  ځلا  ورو  ورو  ماتېږي

 

دغسې ورځ به راځي

زه ډاډه یمه،  ایمان لرم چې

په تویو شویو وینو

د ځورېدلو څېرو

له ازادۍ نه د محرومو خلکو

هغه څاڅکي څاڅکي اوښکې به چې

بې وسو سترګو نه

ګریوان ته درومي

یوه ورځ وپیل شي

سیل به راوړي

او د اهونو له سېلیو سره به

غاړه غړۍ

د ظالمانو له ګریوانه نیسي

پوښتنې دا به کړي ترې

چې زه دې ولې د یو ځوان په ویر کې تویې کړمه؟

هغه بې وسه دې په کومه ګناه وکړول؟

چې مایې هر دم

 په خپه سترګو کې

خپل زېږون ولیده

تا دا حق کله درلود

چې یو آزاده انسان

له ازادۍ نه

بې برخې کړې

پدې یې اړ کړې

چې د خپل فکر جنازه ولولي.

          ××××

نو

 ته اې ظالمه خامخا یوه ورځ

دغو پوښتنو ته ځواب به وایې

زه ډاډه یمه، ایمان لرم، په تمه یم چې

دغسې ورځ به راځي

چې ته د خپلو کړنو پړي کې

راوځړېږې.