غزل
خوښي زموږ خوا ته راځي او بېرته لرې تښتي
له تادرۍ سر ښکاروي او بېرته لرې تښتي
لکه د ژمي ورېځو شانه چې لمر ځان راښیي
خوشالي سترګې برېښوي او بېرته لرې تښتي
مینه راغلې وه په منډه هېڅ پرې پوه نشوم چې
څړیکه له زړه نه تېروي او بېرته لرې تښتي
کلال شهکار د ګوتو ورکړ بې پروا ته ګوره
منګی په ځمکه غورځوي او بېرته لرې تښتي
په پله راپورې وتم مینې سمندر ته خو دا
پلونه تر شا مې ورانوي او بېرته لرې تښتي
د اسمان سترګو کې خولو خو داسې نه ویل اوس
شېبه د مینې اوروي او بېرته لرې تښتي
لکه سراب کې مسافر ته د اوبو تصور
مسکا پر شونډو غوړوي او بېرته لرې تښتي
بوټو باران ته د سوال لپې پورته کړي خو باد
ورېځې اسمان کې نڅوي او بېرته لرې تښتي
خند ا له کلي کډه کړې خو چې راشي کله
ځلا ته ځان ورښکاروي او بېرته لرې تښتي
+ نوشته شده در چهارشنبه بیست و دوم اسفند ۱۳۸۶ ساعت 9:49 توسط ځلا امرخیل
|