هایکو

 

 سپرلی لپه لپه

لکه زما د انتظار شېبې

اوښکې بهوي

 

 

غزل

 بیا چې د راتللو وعده شاته شوه

زړه کې ټوکېدلې هیله ماته شوه

 سپکې را روانې په نخرو وي دوی

زما مینه سپېڅلې لږه خوا ته شوه

 مړې مړې راروانې شوې ګرېوان په لور

دلته چې دننه ښیښه ماته شوه

 بس که نور دعوه د مینې مکوه

ډېره لرې تانه چېرې پاته شوه