...

زما د زړه په دښته

په نویو نویو ټوکېدلو بوټو

د ویر رمې

څنګه بې خیاله څري....

 

 

پوښتنه

 

باران

د طبعیت ګردجنه ښیښه

 پرېوله.

 

خو

 

پر ایینو د زړونو

ناستې خیرې به 

څه ووینځي؟؟؟

 

څلوریځه

ویل یې  مینه  کړم  په  تا  کرم  کړم

خدای ته سجدې پر ځای به ستا صنم کړم

 

ټولې  وعدې  هسې  وعدې  پاتې  شوې

ژوند  په  لمدو  لښتو  کړَم  کړَم  کړم