تالندې اوریا

د یوه مات خپه کال

تلین لمانځي

 

 

خاطره

 

 دولس دېرشې دمخه مې

همدا ورځ

په دوو معصومو، ځورېدلو، خوله ایینوکې

د یوې سپېڅلې هیلې

د یوه درد په لوستو

اوښکه توی شوه

    ×××

نن هماغه اوښکه بیا څڅېږي

خو دا ځل

زما لپاره

د هاغې اوښکې د څڅېدا لپاره

 

 

 

تکل

 

پوهېزم ستړې یم

 سفر اوږد  دی

لاره خامه خرابه

وروستی منزل ناڅرګند

پوهېږم ټولو باندې

خو ما تکل کړی یوازې به ځم

پوښتنه مکړه ولې؟

زه  دې ځواب نه لرم

یوازې دومره وایم

چې نننۍ ملتیاوې

راته ښکارېږي

 دروغجنې ټولې.