پوهېزم ستړې یم

 سفر اوږد  دی

لاره خامه خرابه

وروستی منزل ناڅرګند

پوهېږم ټولو باندې

خو ما تکل کړی یوازې به ځم

پوښتنه مکړه ولې؟

زه  دې ځواب نه لرم

یوازې دومره وایم

چې نننۍ ملتیاوې

راته ښکارېږي

 دروغجنې ټولې.