زما له  څېرې  نه د مسکاوو  فصل  کډه  کړې

خپه  خواشینې  ده  خنداوو  فصل  کډه    کړې

یوه  شېبه په زړه زرغونې شي  د هیلو  تېغنې

بېرته  شي  مړاوې  تمناوو  فصل  کډه   کړې

هر  سړی  ګوره  په درواغو باندې مینه کوي

دروغجنې  پالي د ریښتیاوو  فصل  کډه  کړې

نور چې سر تور کړي نو شېبه کې یې ښېرا قبلېږي

لاسونه  ټیټ  کړه  د دعاوو  فصل  کډه   کړې

هر چې دې خپل ګڼې ښادۍ پر ځای به غم درکوي

هر خوا  ته  ویر  اوري  نڅاوو فصل کډه کړې

زه خو هېڅکله  ان  د بدو  کړو  نیت نشم کړی

ټو ل مې بد بولي  د  ثناوو  فصل  کډه     کړې

هغه  ځلا چې طراوت  ته یې سپرلي عاجز وو

منې؟ اوس  منی ده  ښکلاوو  فصل کډه  کړې