مور
یوه اوونۍ وړاندې مې واورېدل چې په هرات کې یوې مور د۲۰۰۰ افغانیو په بدل کې خپل دوه کلن ماشوم خرڅ کړ، نن مې بیا د یوې کندزۍ مورویر په غوږ کې ازانګې کوي کومې چې خپل د څلویښتۍ ماشوم وپلوره ، په ۵۰۰ افغانۍ.
ایا څوک دا اټکل کولی شي چې دا میندې به څومره اړې وې.....
نن زما په سیمه کې
یوې اړې مور
خپله د زړه کتره
خپل ژوند
څومره ارزانه د سرک په سر لیلام ته ایښی
نن زما په سیمه کې انسان خرڅېږي
هغه انسان چې یې ارزښت له ټول خلقت اوچت دی
نن پرې چڼې وهي
قیمت یې ټاکي
××××
نن زما په سیمه کې
یوه اړه مور
یوازې څو سلګونه اخلي
په بدل کې خپل ماشوم
خپله
عاطفه خرڅوي
×××
زما دسیمې میندې
ولې؟ په کومه ګناه؟
+ نوشته شده در سه شنبه نهم بهمن ۱۳۸۶ ساعت 9:51 توسط ځلا امرخیل
|