هغه څوک چې  تل خبرونه اوري، دا خبر یې لکه یو عادي خبر د غوږ له څنګه تېرېږي:

نن په فلانۍ سیمه کې یوې ښخې ځان ته اور واچاو.

ولې؟

ځکه چې دا ډول پېښه اوس ډېړ ژر ژر پېښېږي.

ولې؟

د دې پوښتنې د ځوابولو هڅه هیڅوک نکوي، چې ولې یو انسا ن دومره ځورول کېږي، دومره مجبورېږي چې ځان په خپل لاس په لمبو ستي  کړي.

 

 په  ژوند  جنازه   اخلي   مقبره   په   کاڼو  ولي

ایره   سپاري   شمال  ته  هدیره   په  کاڼو  ولي

ګومان یې نه کړو داچې د خپل زړه ټوټه خوږه به

لاس  ټیټ  کي  ګاټي  واخلي اواره  په  کاڼو ولي

هر  چا  تندی تریو کړی ګوته  څنډي ګواښوي یې

څپېړو   د  زمان  کې     اموخته   په   کاڼو  ولي

راوګرځېده  بیایې  د دوو  ډنډ سترګو یاد زړه کې

لمبو  کې  ځان  رانغاړي  خاطره    په  کاڼو  ولي

په غوږ کې  یې وو  داسې چې  پاکان  رټي  ناولي

 د  دې  سپېڅلې  خوا  خو   الوده  په   کاڼو  ولي

د  ښار  د   زورورو  د  قدرت   ننداره   ګوره

ځواکمن  دښمن  ته  شا  کړي  ایینه  په  کاڼو ولي