رخه
اسمانه تا سره زه
یوه خپلوي خو لرم
پوهېږې څه ده هغه؟
زما او ستا دپاکو زړونو خپلوي
مګر په څومره توپیر
×××
اسمانه کله چې ته ودردېږې
زړه دې را ډک شي په ساندو سر شې
په کریږو کریږو باندې وژړېږې
اوښکې توی کړې
او د خپل زړه هنداره
له ها درکړي درد نه
د خپلو اوښکو په سپېڅلو ځاځکو
پرېمینځې صفا یې کړې بیا
××××
خو
کله چې زه دردېږم
کله چې زړه مې ډک شي
غواړم په چغو چغو وژاړمه
او هغه ټول دردونه
د خپلو اوښکو په سېلاو لاهو کړم
مګر ژړلی نشم
خپل خوږ او درد ښکاره کولی نشم
نو اې اسمانه!
ځان مې وپوښتمه
چې زما او ستا تر منځه
دومره توپیر ولې دی؟
خو دا پوښتنه مې هم
لکه ها ډېرې نورې
خپل ځواب نشي موندی
نو هغه وخت اسمانه
تا سره رخه وکم
+ نوشته شده در سه شنبه بیست و سوم بهمن ۱۳۸۶ ساعت 9:18 توسط ځلا امرخیل
|