دا ستا د مینې له ماڼۍ بس خاطرې پاتې دي

نور ایرې شوې یو څو ورانې منارې پاتې دي

 

احساس خو مړ دی د سر سترګې دې شیبه خو راکه

وګوره یاد نه دې زړګي کې مغارې پاتې دي

 

کنده ژوره شوه د هیلو جنازې ته په زړه

قاتله نور دې په زړګي څه ارادې پاتې دي

 

لږ مې سر کېږده په خپل ولي غېږ کې ټینګه مې کړه

لا مې په ستوني کې د غم سوې نارې پاتې دي

 

ځلا خو ماته شوه راماته شوه ذره ذره شوه

اوس یې یوازې د جوړوالي اوازې پاتې دي